IQNA

د عراق د قرآن دعلومو ملی مرکز مشر!

د العفاسي  رسندوئي جنجال؛له افراط پالنې سرچینه اخلي

15:53 - April 28, 2026
د خبر لمبر: 3492708
ایکنا- د عراق د قرآني علومو د ملی مرکز مشر رافع العامري د ایران په ضد  د کویت د یوه لوي جومات د امام او مشهور ظاهری قاری  د جنجالی  اقدام په غبرګون کې ووئيل؛ د مشاری العفاسی له خوا په ایران د امریکا له حملې  د ملاتړ لپاره د قرآن تحریفول   له هغې فضا  اوافراطي اعتقاداتو سرچینې  اخستې چې  په هغو کې روزل شوی دی.

د کویت د لوي جومات امام او مشهور ظاهری قاري مشاري العفاسي چې په اسلامی نړئ او مجازي فضا کې  له  خپل شهرت څخه ناسمه استفاده کړې ده  او  په ځينو عربو هیوادونو کې  د حاکمو رژیمونو په لاس کې  په یوه آوزار بدل شوی دی،  له دې مخکې ئې له ډونالډ ټرمپ غوښتي وو چې د ایران پر مخ دجهنم دروازې پرانیزي.

په دې لړ کې  ایکنانیوز  د عراق  له یوه نړیوال قاري او قاضي  او د شیعیانو د اوقافو ادارې سره اړونده  دقرآن دعلومو دملی مرکز مدیر رافع العامري سره  په خبرو  کې  له هغه وپوښتل  چې  د مشاريالعفاسي  وروستي دریځونه  تر کومه حده   له هغه مشهور حدیث سره چې کله   د قرآن پرقاریانو  قرآن  کریم لعنت استوي  غږملتیا اوملتیا  لري،ووئيل؛ دغه حدیث  د هر هغه مسلمان په باب چې  له یوه کافر  پاچا سره  ملګرتیا کوي او په یوه مسلمان هیواد یرغل کوي، کاملا  صدق  کوي، قرآن کریم مونږ  له دوي نهي کړي یوو   او فرمائيلي ئې دي،؛ یأَيُّهَا الَّذينَ ءامَنوا لا تَتَّخِذُوا اليَهودَ وَالنَّصٰرىٰ أَولِياءَ بَعضُهُم أَولِياءُ بَعضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِنكُم فَإِنَّهُ مِنهُم إِنَّ اللَّهَ لا يَهدِى القَومَ الظّٰلِمينَ:  ائ ایماندارو! یهوداو نصاری  خپل سرپرستان او دوستان مه جوړوئ، دوي  د یوه بل سرپرستان او دوستان دي [ او یوازې پخپلو کې اړیکې  ټينګوي].او له تاسو هرڅوک، یهوداو نصاری خپل دوست او سرپرست کړي،نو   له هغوي څخه به وي؛ بې شکه خداي ستمکاره ډله  نه هدایتوي:: (دمائده سوره آیت -51)

  ددغه ظاهری کویتی قاری منفي نظریاتاواعتقادات  داسلامی  نړئ پرعمومی افکارو څه خاص اغیزې نه لري او یا ئې یوازې پر هغو په ګوته په شمیرکسانو   اغیزې شیندي چې  په افراط پالنې  او دتفکر په ډول کې له  هغه سره ملګري وي.

هغه همداراز روښانه کړه ، پر ټولو واجب او فرض ده  چې   له هغه څه سره  چې دغه کویتی قاری پخپلو کلیپونو کې وئيلي دي، خپل  مخالفت  اعلان کړي او دغه کرغیړنې اوځّيږې څرګندونې محکومې کړي. دغه شان  کړچار  د هغه د هغو افراط پالو اعتقاداتو څخه  سرچینه اخستې  چې  د هغه په باطن کې موجود دي  او  د هغې فضا او چاپیریال په خاطر دي چې  هغه پکې روزل شوی او ژوند ئې پکې کړی دی.

په ډاډ سره وئيل کیدلی شي،  چې  زیاتره قرآني فعالان اوقاریان  دغه شان دریځ نه تائيدوي؛ ځکه  ددغه  قاري  او مداحي او موسیقي غږونکي  د عقیدو له ډول او  دهغه  له مخینې ښه خبر دي.

https://iqna.ir/fa/news/4348723

captcha